د دوغارون بندر د ټرمینل مشر ویلي چې له دغه پولې ایران ته د افغان کډوالو ورتګ کم شوی دی.
به گزارش خبرگزاری ۶۰ثانیه، د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د تایباد دوغارون بندر د سرحدي ټرمینل مشر محسن رکني وویل چې: له دغه پولې د افغانستان د اتباعو قانوني ورتګ د سږ کال په لومړۍ نیمایي کې د اتلس فیصده په کمېدو سره ۲۲۴ زره ۷۱۹ کسانو ته رسېدلی دی. ایران له دې مخکې ویلي وو چې یو اعشاریه اته میلیونه غیرقانوني افغان مهاجر له دغه هیواده وتلي او دا بهیر به دوام ولري.
هغه زیاته کړه: په دې موده کې دوه سوه اوه زره او یو سل لس افغانستاني تبعه له دوغارونه افغانستان ته ننوتلې دي. زمونږ د خبرونو او مطالبو د اسان حاصلول لپاره د فارس خبري اژانس اپلیکیشن له «کافه بازار» و «مایکت» پلورنځایونو ډاونلوډ کولې شئ.